Posts

Showing posts from January, 2024

سلګونه افغان مهاجرین د مرغومې(۲۵) په جبري توګه له پاکستان څخه طورخم او سپین بولدک له لارى راستانه شول

Image
 سلګ ونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول د کندهار د سپین بولدک د آمریت د معلوماتو له مخې د مرغومې پر ۲۵ مه ۲۴ کورنۍ چې ۱۰۹ تنه کېږي او پاکستان کې ۱ تن له بنده ازاد شوی، په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د تورخم د سرحدي مریت د راپور پر بنسټ ۳۸کورنۍ چې ۲۱۲تنه کېږي د تورخم له پولې څخه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مرستو په موخه یو اين ايچ سى آر او د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ورپېژندل شوې

امنیتي ځواکونو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۶ تنه د غلا وژنې په تړاو نیولي دي

Image
  امنیتي ځواکونو له ۲۴ ساعتونو راهیسې په کاپیسا، ننګرهار، ارزګان، نورستان، غزني او کندهار کې ۱۶ تنه د غلا، وژنې، ښکار او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي دي. له دوی، کاپیسا کې ۵ تنه د وژنې په تړاو، دوه تنه په غزني او درې تنه په ننګرهار کې د غلا په تړاو، نورستان کې دوه تنه د ناقانونه ښکار کولو په تړاو، ارزګان کې درې تنه له درې میله کلاشینکوفونو سره د غلا په تړاو او په کندهار کې یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیول شوی دی

پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.

Image
پاکستان څخه(69) کورنى  چى تعداد(323)تنه دى د مرغومې په24 خپل هېواد ته راستانه شول  ننګرهار د سرحدي آمریت د آمر د معلوماتو له مخې ۳۷ کورنۍ چې ۱۷۵ تنه کېږي په جبري توګه پاکستان څخه طورخم په لاره راستنې شوې د کندهار د سپیبن بولدک د سرحدي آمر یت د معلوماتو له مخې ۳۲ کورنۍ چې ۱۵۸ تنه دي او د پاکستان له بنده ۳ تنه ازاد شوي په جبري توګه خپل وطن ته راستانه شول د معلوماتو له مخې ياد مهاجرین په اداره کې تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، خوړو او د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ور پېژندل شول او هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ د ګومارل شوې کمېټې له خوا ووېشل شوې.

په خوست ولایت کې د یو چکډم جوړېدو چارې پيل شوى

Image
په خوست ولایت کې د یو چکډم د جوړېدو چارې د نږدى دوه میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د ترخيلو کلي چکډم جوړېدو چارې د یو میلیون او نه سوه یو اتیا زره درې سوه شپږ نوې(1981396) افغانى په لګښت قومي مشرانو په شتون کې پيل شوى مسولينو په وینا چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 26 مترو په اوږدوالي، د تهداب په شمول د 6,5 مترو په لوړوالي، په تهداب کې د 4 مترو او په سر کې د 80 سانتي مترو په سور سره د مسيد ودانيز شرکت له لوري لوري د دوو مياشتو په موده جوړيږي د يادونې وړ ده چى 7 نورو چکډمونو د جوړېدو چارې هم ډير ژر پیل شي.

ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!

Image
ننګرهار امنیه قوماندانۍ کې د ښار د امنيتي کامرو مرکز فعال شو، چې په ترڅ کې به يې په څلرويشت ساعته د جلال آباد ښار بېلابېلې ساحې امنیتي کنترول لاندې راوستل شي او که کومه ستونزه ولېدل شي بېړني ډول به امنيتي ادارو له لوري د کنترول او مخنيوي په موخه چټک غبرګون ښودل کيږي د ننګرهار امنې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستیال مل پاسوال مولوي محمد طاهر مبارز وويل، چې له درونټې تر ثمر خېلو او له بهسودو تر فارم هډې پورې ښار څلور دروازې، څلور لارې، مهم ځايونه او يو شمېر نورې سيمې په امنيتي کامرو پوښول شوي دي د امنيتي چارو مرستيال وايي، چې ډېر ژر به د ښار نورې بېلابېلې سيمې هم د امنيتي کامرو تر پوښښ لاندې راوړل شي سوداګرو اؤ هټۍ والو هم دى اقدام ستاينه کړې

کورنیو چارو وزارت اسلام کلا بندر که د خارجى اسعارو قاچاق مخه نيولى!

Image
هرات د اسلام کلا بندر پوله ساتي ځواکونو یو کس چې ۱۲ لکه او ۶۰ زره سعودي ریال یې ایران هیواد ته قاچاق اړول، نیولی دی کورنيو چارو وزارت وياند وايي چي دوہ ورزی مخکي ہم پولیسو میدان وردګ که پولیسو 7 مليونه ډالره نيولي وو چى اسلام کله بندر له لارى ايران ته قاچاقي ډول اړول چى په پايله کې دوه تنه نيول شوي دي.

د طورخم دروازه پاکستان له لورى ترانزیټ پر مخ وتړل شوه

Image
تورخم دروازه د ترانزیټ پر مخ بنده سوه. پاکستان حکومت باروړونکو موټر چلونکي افغان ډريوران پاسپورټ او ويزه نه لرلو لامله د طورخم دروازه ټرانزیټ پر مخ وتړله افغان مسئولينو هم په متقابل اقدام کې په تورخم کې پاکستاني موټر چلونکو ډريورانو پاسپورټ او ويزې نه لرلو لامله د طورخم پاکستاني موټرو پر مخ وتړله

ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د ټول پلازا محصول اخيستل نن پيل کړ

Image
  ټولګټو وزارت سرپرست وزیر الحاج محمد عيسى ثانى د سالنګونو لویې لارې د ټول پلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه وکړه ياد وزارت وياند وايي چې کوچني موټرو څخه اتيه(80) افغانى اؤ باروړونکي موټرو څخه دوه زره ښپغ سوه (2600) افغانى اخيستل کيژى چى وروسته به همدا پيسې بيرته د سالنګونو لویې لارې رغولو باندى ولګول شي

امنیتي ځواکونو مختلفو ولایتونو کې اتلس (18)تنه مختلفو جرمونو په تور مجرمین نيولي دي

Image
امنیتي ځواکونو د وروستیو ۲۴  ساعتونو راهیسې په هرات، جوزجان، لوګر او زابل کې د غلا او وژنو په تړاو  ۱۸ تنه نیولي دي. له دوی، هرات کې ۱۲ مسلکي او وسله وال غله، جوزجان کې څلور تنه د غلا په تړاو، یو غل په زابل او یو تن د وژنې په تړاو په لوګر کې نیول شوی دی.

افغانستان کے صوبے پروان میں اغوا کاروں کے خلاف کامیاب آپریشن

Image
  افغانستان کے صوبے پروان کے مضافاتی علاقے چاريکار میں اغوا کاروں کے خلاف پولیس نے کارروائی کرتے ہوئے دو اغوا کاروں کو ہلاک کر دیا جبکہ دو اغوا کار بھاگنے میں کامیاب ہوگئے یاد رہے اغوا کاروں نےچند دن قبل ایک زرگر کو گن پوائنٹ پر دکان سے زرگر کو اغوا کر لیا تھا اور پچاس ہزار ڈالرز کی رقم کا مطالبہ کر رہے تھے صوبہ پروان کے پولیس چیف کا کہنا ہے کہ زرگر کو بحفاظت بازیاب کرا لیا گیا ہے.

کندهار ولایت څخه خارجى هيوادونو ته د وچې میوې صادرات زياتيدل

Image
  له کندهاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه میوه بهر ته صادره شوې په تېرو ۹ میاشتو کې له کندهاره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه میوه صادرته شوې ده.  د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دې موده کې ۷۵ زره ټنه وچه میوه صادره شوې ده

په هلمند کې د ماهيانو کاروبار مخ پر وده دٸ

Image
هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کبانو فارمونه مخ پر ډېرېدو دي.  د دوی په وینا، دا مهال یاد ولایت کې د کبانو شاوخوا ۱۰۰۰ فارمونه فعال دي او تمه ده راتلونکې کې نور هم زیات شي. د هلمند کبان له دغه ولایت سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي، خو فارم‌لرونکي وايي، دې ولایت کې دې د کبانو د تولید زمینه برابره شي.

وزارت امور داخله! د هيواد يوولسو (11) ولایتونو که17 تنه غلا أو وژنې په تور نيولي دي

Image
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې ۱۷ تنه د وژنو، غلا، ناقانونه وسلو لرلو او جومات سوځولو په تړاو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې نیولي دي. له دوی، کنړ کې پنځه تنه د یو جومات د سوځولو په تړاو، خوست کې دوه غله او یو تن د وژنې په تړاو، دوه غله په ننګرهار، کاپیسا کې یو تن د خپل پلار د وژلو په تړاو، یو قاتل په تخار او څلور غله په بلخ، کندهار، غزني او هرات کې نیول شوي دي. ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو کندز کې یو تن د دوه میله وسلې د پلور په تړاو او په ارزګان کې یو میل وسله له یو نامسؤله کس څخه ترلاسه شوې ده.

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او ورسره مل پلاوي د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني او د هغه له مرستیالانو سره نن کابل کې ولیدل په ناسته کې په پاکستان کې د مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې د مهاجرینو چارو سرپرست نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته وویل، په افغانستان د بهرنیو یرغلونو او جګړو له امله د افغانستان پاکستان دواړه ولسونه زیانمن شوي، پاکستاني ولس له ٤٠ کالو زیات د افغانانو کوربه توب کړی مونږ یې منندوی یو، دغه میلمه پالنه باید اوس په اوبو لاهو نشي او مهاجرینو ته وخت ورکړل شي، ترڅو په خپله خوښه او تدریجي توګه هېواد ته راستانه شي