پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.


پاکستان څخه(69) کورنى  چى تعداد(323)تنه دى د مرغومې په24 خپل هېواد ته راستانه شول ننګرهار د سرحدي آمریت د آمر د معلوماتو له مخې ۳۷ کورنۍ چې ۱۷۵ تنه کېږي په جبري توګه پاکستان څخه طورخم په لاره راستنې شوې د کندهار د سپیبن بولدک د سرحدي آمر یت د معلوماتو له مخې ۳۲ کورنۍ چې ۱۵۸ تنه دي او د پاکستان له بنده ۳ تنه ازاد شوي په جبري توګه خپل وطن ته راستانه شول د معلوماتو له مخې ياد مهاجرین په اداره کې تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، خوړو او د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ور پېژندل شول او هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ د ګومارل شوې کمېټې له خوا ووېشل شوې.

Comments

Popular posts from this blog

سلګونه افغان مهاجرین د مرغومې(۲۵) په جبري توګه له پاکستان څخه طورخم او سپین بولدک له لارى راستانه شول

د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول