Posts

سلګونه افغان مهاجرین د مرغومې(۲۵) په جبري توګه له پاکستان څخه طورخم او سپین بولدک له لارى راستانه شول

Image
 سلګ ونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول د کندهار د سپین بولدک د آمریت د معلوماتو له مخې د مرغومې پر ۲۵ مه ۲۴ کورنۍ چې ۱۰۹ تنه کېږي او پاکستان کې ۱ تن له بنده ازاد شوی، په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د تورخم د سرحدي مریت د راپور پر بنسټ ۳۸کورنۍ چې ۲۱۲تنه کېږي د تورخم له پولې څخه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مرستو په موخه یو اين ايچ سى آر او د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ورپېژندل شوې

امنیتي ځواکونو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۶ تنه د غلا وژنې په تړاو نیولي دي

Image
  امنیتي ځواکونو له ۲۴ ساعتونو راهیسې په کاپیسا، ننګرهار، ارزګان، نورستان، غزني او کندهار کې ۱۶ تنه د غلا، وژنې، ښکار او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي دي. له دوی، کاپیسا کې ۵ تنه د وژنې په تړاو، دوه تنه په غزني او درې تنه په ننګرهار کې د غلا په تړاو، نورستان کې دوه تنه د ناقانونه ښکار کولو په تړاو، ارزګان کې درې تنه له درې میله کلاشینکوفونو سره د غلا په تړاو او په کندهار کې یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیول شوی دی

پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.

Image
پاکستان څخه(69) کورنى  چى تعداد(323)تنه دى د مرغومې په24 خپل هېواد ته راستانه شول  ننګرهار د سرحدي آمریت د آمر د معلوماتو له مخې ۳۷ کورنۍ چې ۱۷۵ تنه کېږي په جبري توګه پاکستان څخه طورخم په لاره راستنې شوې د کندهار د سپیبن بولدک د سرحدي آمر یت د معلوماتو له مخې ۳۲ کورنۍ چې ۱۵۸ تنه دي او د پاکستان له بنده ۳ تنه ازاد شوي په جبري توګه خپل وطن ته راستانه شول د معلوماتو له مخې ياد مهاجرین په اداره کې تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، خوړو او د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ور پېژندل شول او هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ د ګومارل شوې کمېټې له خوا ووېشل شوې.

په خوست ولایت کې د یو چکډم جوړېدو چارې پيل شوى

Image
په خوست ولایت کې د یو چکډم د جوړېدو چارې د نږدى دوه میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د ترخيلو کلي چکډم جوړېدو چارې د یو میلیون او نه سوه یو اتیا زره درې سوه شپږ نوې(1981396) افغانى په لګښت قومي مشرانو په شتون کې پيل شوى مسولينو په وینا چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 26 مترو په اوږدوالي، د تهداب په شمول د 6,5 مترو په لوړوالي، په تهداب کې د 4 مترو او په سر کې د 80 سانتي مترو په سور سره د مسيد ودانيز شرکت له لوري لوري د دوو مياشتو په موده جوړيږي د يادونې وړ ده چى 7 نورو چکډمونو د جوړېدو چارې هم ډير ژر پیل شي.

ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!

Image
ننګرهار امنیه قوماندانۍ کې د ښار د امنيتي کامرو مرکز فعال شو، چې په ترڅ کې به يې په څلرويشت ساعته د جلال آباد ښار بېلابېلې ساحې امنیتي کنترول لاندې راوستل شي او که کومه ستونزه ولېدل شي بېړني ډول به امنيتي ادارو له لوري د کنترول او مخنيوي په موخه چټک غبرګون ښودل کيږي د ننګرهار امنې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستیال مل پاسوال مولوي محمد طاهر مبارز وويل، چې له درونټې تر ثمر خېلو او له بهسودو تر فارم هډې پورې ښار څلور دروازې، څلور لارې، مهم ځايونه او يو شمېر نورې سيمې په امنيتي کامرو پوښول شوي دي د امنيتي چارو مرستيال وايي، چې ډېر ژر به د ښار نورې بېلابېلې سيمې هم د امنيتي کامرو تر پوښښ لاندې راوړل شي سوداګرو اؤ هټۍ والو هم دى اقدام ستاينه کړې

کورنیو چارو وزارت اسلام کلا بندر که د خارجى اسعارو قاچاق مخه نيولى!

Image
هرات د اسلام کلا بندر پوله ساتي ځواکونو یو کس چې ۱۲ لکه او ۶۰ زره سعودي ریال یې ایران هیواد ته قاچاق اړول، نیولی دی کورنيو چارو وزارت وياند وايي چي دوہ ورزی مخکي ہم پولیسو میدان وردګ که پولیسو 7 مليونه ډالره نيولي وو چى اسلام کله بندر له لارى ايران ته قاچاقي ډول اړول چى په پايله کې دوه تنه نيول شوي دي.

د طورخم دروازه پاکستان له لورى ترانزیټ پر مخ وتړل شوه

Image
تورخم دروازه د ترانزیټ پر مخ بنده سوه. پاکستان حکومت باروړونکو موټر چلونکي افغان ډريوران پاسپورټ او ويزه نه لرلو لامله د طورخم دروازه ټرانزیټ پر مخ وتړله افغان مسئولينو هم په متقابل اقدام کې په تورخم کې پاکستاني موټر چلونکو ډريورانو پاسپورټ او ويزې نه لرلو لامله د طورخم پاکستاني موټرو پر مخ وتړله