په خوست ولایت کې د یو چکډم جوړېدو چارې پيل شوى
په خوست ولایت کې د یو چکډم د جوړېدو چارې د نږدى دوه میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوېد خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د ترخيلو کلي چکډم جوړېدو چارې د یو میلیون او نه سوه یو اتیا زره درې سوه شپږ نوې(1981396) افغانى په لګښت قومي مشرانو په شتون کې پيل شوى مسولينو په وینا چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 26 مترو په اوږدوالي، د تهداب په شمول د 6,5 مترو په لوړوالي، په تهداب کې د 4 مترو او په سر کې د 80 سانتي مترو په سور سره د مسيد ودانيز شرکت له لوري لوري د دوو مياشتو په موده جوړيږي د يادونې وړ ده چى 7 نورو
چکډمونو د جوړېدو چارې هم ډير ژر پیل شي.
Comments
Post a Comment