ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان


 ‏ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن د ټليفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وکړې. 

ارګ وايي ولسمشر غني دې مکالمه کې د اوربند پر ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړ

‏د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، دوى په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوي او په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

Comments

Popular posts from this blog

سلګونه افغان مهاجرین د مرغومې(۲۵) په جبري توګه له پاکستان څخه طورخم او سپین بولدک له لارى راستانه شول

د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.