د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
![](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEgKULIfrL3XycV7Ua-xXKKzD0nXTsxxCiBt9s7iL-9WDZbei7A6wwfGiOaTZBsEcyHvm-0F7rI5yDZ8EAh1rjBqUbniwnviZICORkN484KotDvRDfJVWYTSye7mIsd5iUMXPVpUqROfeZM/s640/FB_IMG_1598457853319.jpg)
چهارشنبه ۵ وږی ۱۳۹۹
د هرات، فراه، پروان، تخار، بلخ او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په لومړۍ او شپږمې ناحیو کې درې تنه د قتل، د فراه ښار په دویمې او شپږمې ناحیو کې شپږ تنه د ژوبلې او د عامه امن او نظم د اخلال، د هرات ښار په شپږمې ناحیې او کرخ ولسوالۍ کې درې وسله وال غله، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو کس د موټرو د غلا، د تخار ولایت په تالقان ښار کې یو کس د یوې نجلۍ د ژوبلې او همدارنګه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې هم یو کس د قتل په تور نیول شوي دي.
Comments
Post a Comment