ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!
ننګرهار امنیه قوماندانۍ کې د ښار د امنيتي کامرو مرکز فعال شو، چې په ترڅ کې به يې په څلرويشت ساعته د جلال آباد ښار بېلابېلې ساحې امنیتي کنترول لاندې راوستل شي او که کومه ستونزه ولېدل شي بېړني ډول به امنيتي ادارو له لوري د کنترول او مخنيوي په موخه چټک غبرګون ښودل کيږي د ننګرهار امنې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستیال مل پاسوال مولوي محمد طاهر مبارز وويل، چې له درونټې تر ثمر خېلو او له بهسودو تر فارم هډې پورې ښار څلور دروازې، څلور لارې، مهم ځايونه او يو شمېر نورې سيمې په امنيتي کامرو پوښول شوي دي د امنيتي چارو مرستيال وايي، چې ډېر ژر به د ښار نورې بېلابېلې سيمې هم د امنيتي کامرو تر پوښښ لاندې راوړل شي سوداګرو اؤ هټۍ والو هم دى اقدام ستاينه کړې
Comments
Post a Comment