سژ کال د کندهار د انارو حاصلات تر پخوا ښه شوي



کرنې وزارت وایي چې سږکال په کندهار ولایت کې د انارو حاصلات ډېر او کیفیت یې هم تر پخوا ښه شوی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندهار کروندګر به سږکال پر ۹ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه باندې د انارو له کرل شویو ونو څخه شاوخوا ۱۹۰ زره ټنه حاصلات واخلي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د کندهار انارو حاصلات ۱۷۸ زره او ۱۲۵ ټنه وو چې یاد شمېر ته په کتو سږکال د دغه ولایت د انارو حاصلاتو کې لس سلنه ډېروالی راغلی دی. د کندهار کروندګر هم د خپلو بڼونو حاصلاتو ته خوښ دي. دوی له حکومته غواړي چې ورته بازار پیدا کړي څو د تېر په څېر وراسته او د حیواناتو خوراک نه شي.

Comments

Popular posts from this blog

سلګونه افغان مهاجرین د مرغومې(۲۵) په جبري توګه له پاکستان څخه طورخم او سپین بولدک له لارى راستانه شول

ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!

افغانستان کے صوبے پروان میں اغوا کاروں کے خلاف کامیاب آپریشن