د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول



چهارشنبه ۵ وږی ۱۳۹۹

د هرات، فراه، پروان، تخار، بلخ او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په لومړۍ او شپږمې ناحیو کې درې تنه د قتل، د فراه ښار په دویمې او شپږمې ناحیو کې شپږ تنه د ژوبلې او د عامه امن او نظم د اخلال، د هرات ښار په شپږمې ناحیې او کرخ ولسوالۍ کې درې وسله وال غله، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو کس د موټرو د غلا، د تخار ولایت په تالقان ښار کې یو کس د یوې نجلۍ د ژوبلې او همدارنګه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې هم یو کس د قتل په تور نیول شوي دي.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.

امنیتي ځواکونو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۶ تنه د غلا وژنې په تړاو نیولي دي

ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!