ننګرهار کې اته ۸ تنه طالب وسله وال له چاودېدونکو توکو، ريموټ کنټرول بمونو او د هاوان او راکټ له مرمیو سره نیول شوی
۱۳۹۹/۶/۶
د ننګرهار ملي امنیت منسوبینو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان له چاودیدونکو توکو،ریموټ کنټرول بمونو،د هاوان او راکټ له مرمیو سره یو ځای نیولي چې په دې سره یې د ګڼ شمېر بریدونو شوم پلانونه شنډ کړای شول.
د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې د وږي په ۶مه ياد کسان رسنيو ته وښودل شول او مسولينو ټينګار کاوه چې نيول شويو ټولو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند وويل، د ملي امنيت منسوبينو په بېلابېلو عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان نيولي چې د بريدونو پلان يې درلود.
دی وايي، دغه کسان جلال اباد ښار، سره رود، مومندرې، هسکې مېنې، بهسودو او خوږياڼو ولسواليو کې له چاودېدونکو توکو او مهماتو سره ونيول شول.
دی وايي، له دغو کسانو څخه دولس کړۍ لاسي بمونه، څوارلس فيره د راکټ او درې فايره د هاوان مرمۍ او لس د ماينونو ريموټ کنټرول تر لاسه شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دوی په بېلابېلو ځايونو د بريدونو پلان درلود خو موخې ته تر رسېدو وړاندې ونيول شول او اوس په امنيت کې تر پلټنو لاندې دي.
د ننګرهار سرپرست والي دا هم وويل چې د ملي امنيت منسوبينو د همدې اوونۍ په جريان کې د وسله والو يوه څلور کسيزه ډله او دغه راز د تورخم په دروازه کې دوه تنه پاکستاني وګړي هم د جعلي افغان تذکرو سره يوځای نيولي دي.
ملي امنيت ادارې رسنيو ته هغه ويډيو هم ولېږله چې نيول شويو اتو تنو وسله والو طالبانو په کې په خپلو کړنو اعتراف کړی او ژمنه يې کړې چې راتلونکي کې به له داسې کړنو لاس اخلي.
Comments
Post a Comment