افغان پولیس(۶)تنه نشه یی توکو دپلور په تور نیولی.

 


د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو دپولیسو د هېواد په

درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او او قاچاق په تړاو ونیول


د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تخار، پروان او خوست ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

د یادو کسانو له ډلې؛ د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې درې تنه د "تریاکو هیرویینو او ښيښه" د پلور او قاچاق، د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او همدارنګه د خوست ولایت په مرکز کې هم یو کس چې ۴۰ کیلوګرامه چرس یې په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو؛ نیولي دي.

د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.

امنیتي ځواکونو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۶ تنه د غلا وژنې په تړاو نیولي دي

ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!