جلال اباد ښار کې د انسان تښتوونکو څلور کسيزه ډله ونيول شوه


د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي د ملي امنيت منسوبينو له لوري د جلال اباد ښار اوومې ناحيې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو څلور کسيزه ډله د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ونيول شوه.

په نيول شويو کسانو کې شمشير، سردارخان، قياس خان د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ اوسيدونکي او سراج د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکى شامل دي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.

امنیتي ځواکونو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۶ تنه د غلا وژنې په تړاو نیولي دي

ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!