کابل کې یوه ترهګریزه ډله چې پر حسیني عزادارانو یې د برید قصد درلود"وونیول شول


د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یوه ترهګریزه ډله چې پر حسیني عزادارانو یې د برید قصد درلود، نیولې ده.

یاد عملیات تېره شپه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ترسره شوي، چې په پایله کې يې د یوې ښځې په ګډون د ترهګرو ۹ کسیزه ډله چې غوښتل یې په کوټې‌سنګي سیمه کې پر حسیني عزادارانو برید سازماندهي کړي، د چاودېدونکو توکو له دوه واسکټونو او شپږ کړۍ بمونو سره یو ځای نیول شوې ده.

همداراز دې ځواکونو د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو یوه پینځه کسیزه ډله نیولې ده.


Comments

Popular posts from this blog

پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.

امنیتي ځواکونو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۶ تنه د غلا وژنې په تړاو نیولي دي

ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!