د وولسی جرګه مشر میر رحماني په دوه نیم میلیون ډالره د قبرص تابعيت اخیستی.

د افغانستان د ولسي جرګې رئيس مير رحماني رحماني دوه کاله وړاندې په ۲نيم مېليون ډالره د ځان او کورنۍ لپاره د قبرص هېواد طلايي تابعيت اخيستی.

د الجزيرې ټلوېزيوني شبکې په يوه تازه راپور کې ويلي، میر رحمان رحماني د نړۍ د هغه څلوېښتو پانګه‌لرونکو سياستوالو په ډله کې دی چې د خپل ځان او کورنۍ لپاره يې په خورا ډېرو پیسو د نړۍ د يوه خورا ښکلي هېواد قبرص طلايي درجه تابعيت اخيستی.

د دغه راپور له مخې رحماني په ۲۰۱۷ کال کې د ځان، درېيو لوڼو او مېرمنې لپاره د قبرص تابعيت اخيستو په موخه دوه نيم مېليونه ډالره ورکړل.

د الجزیرې په دې راپور کې دغه راز يادونه شوې چې ښاغلی رحماني او کورنۍ یې د سینټ کیټس او نیویس کرابین هېواد تابعيت هم لري.

الجزيرې ليکلي، ډېری هغو کسانو د قبرص تابعيتونه اخيستی چې د خپلو هېوادونو شتمن او دغه راز د دولتونو لوړپوړي چارواکي دي. په دې ډله کې ډېری د عربي هېوادونو د شاهي کورنيو غړي دي.

قبرص د ترکيې په سويل کې ښکلی جزيره يي هېواد دی چې لوديځ ته يې سوريه او لبنان، شمال ته يې مصر، اسرائيل او فلسطين او سويل ته يې ختيځ يونان پروت دی.

دغه هېواد د خپلې بې ساري ښکلا پر مټ هر کال د خورا ډېرو نړيوالو سيلانيانو کوربه وي.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان څخه درى سوه(300) څخه زیات افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شول.

امنیتي ځواکونو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۶ تنه د غلا وژنې په تړاو نیولي دي

ننګرهار امنیه قوماندانۍ که د جلال اباد ښار امنیت لپاره امنیتي کامرو مرکز نن فعالیت پيل کړ!