طالبان: د ملا برادر په مشرۍ پلاوی مو پاکستان ته په سفر روان شوی.
په قطر کې د ترهګرو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د دې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له یوه مل پلاوي سره پاکستان ته په سفر روان شوی دی. طالبان وایي، د دوی پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه دې هېواد ته روان شوی دی.
ښاغلی شاهین وایي، د کورونا وېروس له کبله د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته خپل سفرونه ځنډولي وو، خو اوس دا لړۍ بیا پیل شوې ده.
طالبان دا اعلان په داسې حال کې کوي چې همدا دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یوه اعلامیه خپره شوه او په کې د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون پر یو شمېر ډلو له وړاندې لګول شوي حکومتي بندیزونه وِغځول شول.
اعلامیه کې راغلي چې د جماعت الدعوه، جيش محمد، طالبان، حقاني شبکې او القاعده پر ۸۸ غړو او مشرانو به دغه بندیزونه سخت شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې د پاکستان له خوا د طالبانو پر ځینو مشرانو د محدودیتونو غځولو هرکلی کړی او هغه یې "مهم پرمختګ" بللی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه ویډیو پيغام کې ویلي چې افغان حکومت به د دې ګام د ارزولو په اړه د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړې.
"دا یو مهم پرمهم پرمختګ دی د بهرنیو چارو وزارت دا یاداشت کړی مطالعه کوي یې له هر اړخیزې ارزونې وروسته به پایلې له تاسې شریکې کړو".
په ځینو رسنیو کې د پاکستان د ګام پر طالبانو د تازه بندیزونو لګولو په توګه تعبیر شوی و، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپیناوي لپاره په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بندیزونه له پخوا پر دې ډلو لګول شوي وو، او اوس د معمول له مخې تازه شوي دي.
یاده دې وي چې تېر ځل افغان طالبانو د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې پاکستان ته ښکاره سفر کړی و او اسلام اباد کې یې له یو شمېر پاکستانیو چارواکو سره جلا جلا ملاقاتونه کړي وو.
هغه سفر داسې مهال شوی و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې درېدلې وې او د یاد پلاوي هغه سفر په وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په اسلام اباد کې و.
Comments
Post a Comment