ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن د ټليفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وکړې. ارګ وايي ولسمشر غني دې مکالمه کې د اوربند پر ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، دوى په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوي او په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.